ولسمشر د ټاکنو په کار کې هیڅ ډول مداخله نه شي کولای
سلام خان سلام خان

که څه هم چې تر اوسه  معلومه نه ده، چې دانتخاباتو دکمیسون درئیس( معنوي) له خوا به د تيرو جنجالي پارلماني ټاکنو اعلان شوي ګټونکي کانديدان نوې ولسي جرګې ته لاړ شي او که نه، خو  مخکې له مخکې د ولسي جرګې د رياست لپاره د کانديدانو شمېر مخ په ډيرې دو دى

وړاندې تر دې ځینو ورځپاڼو يو خبر خپور کړى و، چې د ولسي جرګې د رياست لپاره به قانوني، ياسيني، سياف او بشردوست په خپلو کې سيالي وکړي، خو اوس ورځپاڼو ته رسيدلي رپوټونه وايي چې په دغه کانديدانو درې تنه نور هم ور زيات شوي دي

په خبر کې راغلي، چې حفيظ منصور، ډاکټر مهدي او حاجي ظاهر هم په جدي توګه هڅې پيل کړې دي، چې د نوې ولسي جرګې رياست وګټي

په داسې حال کې چې په ټاکنو کې د شوو درغليو او سرغړونو په تور، د ټاکنيزو شکاياتو کميسيون له لوري  له بغلان څخه ولسي جرګې ته بريالي علان شوي کانديد ډاکټر محي الدين مهدي په ګډون، ٤١٣ تنه لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دی خو داکتر مهدی دولسی جرګی وریاست ته دخپلی کاندیدی اعلان کړي دي

که څه هم د ولسي جرګې رياست لپاره ټاکنې په همدې جرګه کې کېږي او يواځې د جرګې غړي د رايو ورکولو حق لري، خو مهدي په يوه خبري  غونډه کې د کانديدۍ خبر ورکړ.

مهدي وويل، چې که چېرې د ولسي جرګې د رييس په توګه د ملت د استازو رايه ترلاسه کړي، د حکومت او دې جرګې ترمنځ ستونزي به اوارې کړي،ولسی جرګی ته زیاترو پیروزه شویو کاندیدانو دولسی جرګی ټاکنی بریالی اوروڼی بولی،خو دټاکنو په روڼوالی لویه ځارنوالی او په سلګونو پاتی اعلان شوی کاندیدان نیوکی لری.

مهدي، د دې پوښتنې په ځواب کې چې که ټاکنې رڼې وې، نو ولې دى له نورو کانديدانو سره لويې څارنوالۍ ته معرفي کېده؟ وويل: دا په دې معنا نه ده، چې څوک په دغه نوملړ کې دي، هغه دې ټول مجرمين وي

د بله طرفه د مشرانو جرګې د شکايتونو داورېدو کميسيون مشر ډاکټر زلمى زابلى وايي چې هغه ولسي جرګه چې د امريکا او روسيې د سفارتونو له خوا يې تاييد او هرکلى کيږي، مشروعيت نه لري

ډاکټر زلمي زابلي له رسنیو سره په ځانګړې مرکه کې دغه راز ويلي، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ورته د خلکو له خوا د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو او د هغو د پايلو په اړه په سلګونو شکايتونه رسېدلي دي

نوموړي زياته کړه، چې د مشرانو جرګې د شکايتونو کميسيون دغه شکايتونه له ټاکنيزو ادارو سره شريک کړي، خو ددغو ادارې ځوابونه د شکايتونو کميسيون ته قناعت بښونکي نه وو.

ښاغلي زابلي وويل:د ټاکنيزو کميسيونونو متناقضو څرګندونو موږ شکمن کړو چې د کاسې لاندې نيم کاسه ده

نوموړي زياته کړه چې د حقايقو د روښانه کولو لپاره يې د کانديدانو او معترضو خلکو عريضې لويې څارنوالۍ ته راجع کړي دي

زلمي زابلي ددغو عريضو د کره شمېرې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې د معترضينو له خوا په ټاکنو کې د درغليو په اړه ورته موثق اسناد هم رسېدلي دي.  زابلي په ډاډ سره وويل، چې دغه اسناد د تېرو ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي

نوموړي زياته چې لويې څارنوالۍ ته ددوى لېږل شوي اسناد تر څېړنې لاندې دي او دوى ددغو اسناد د څېړنو پايلو او په پاى کې د سترې محکمې پرېکړې ته انتظار دي

د ټاکنو د کميسيون مشر فضل احمد معنوي ويلي، چې د ټاکنو د کميسيون په ګډون هيڅ ارګان نشي کولاى، چې د ټاکنو په پايلو کې بدلون راولي

خو زلمى زابلى وايي چې: ((که داسې وي، چې شکايتونه وا نه ورېدل شي او داسې وشي، چې معنوي يې وايي او د امريکا او روسيې سفارتونه يې تاييدوي، هغه خپل ملت ته د ننګ داغ بولم، چې د منلو وړ نه دي او مشروعيت نه لري.)) زابلي ټينګار وکړ، تر هغه چې د هېواد نافذ قوانين اجازه راکوي، دغه مسئله به تعقيب کړم او له خپل ملت سره به په خپله ژمنه وفا وکړم

نوموړي څه موده وړاندې له يو شمېر معترضينو سره په کتنه کې قسم کړى و، چې په هر ډول وي، ددوى حق به لاسته راوړي

ښاغلى زابلى وايي چې په څارنوالۍ کې هم ددغو شکايتونو او اسنادو د څېړلو بهير څاري. نوموړي زياته کړه چې بلاخره د سترې محکمې پرېکړه موږ ته د منلو وړ ده

بل خوا د مشرانو جرګې مشر صبغت الله مجددي وايي، چې که د ولسي جرګې د تيرو ټاکنو پايلې ومنل شي، نو دى به له خپلې دندې استعفا ورکړي،دمشرانو جرګی مشر دغه ځرګندونی له یو شمیر معترضو کاندیدانو سره له لیدنی وروسته کړی دي

مجددي وايي، چې يو شمير هغه وړ کسان، چې ولسي جرګې ته يې بايد په تيرو ټاکنو کې لاره پيدا کړې واى ناکام کړل شوي او پر ځاى يې نور کسان راوستل شوي دي.  هغه ګواښ وکړ، چې که چيرې د اوسنيو ټاکنو پايلې ومنل شي، نو دى به له خپلې دندې استعفا وکړي

 په یوبل نا تائید شوی راپو کی وايل شوی دی چې: د افغانستان د ملي دفاع وزير ستر جنرال رحيم وردګ له ولسمشر کرزي سره په يوه ناسته کې ګواښ کړى که چيرې ولسشمر نوې ولسي جرګه ومني خپله دنده به پريږدي ، وردګ ويلي چې نوې ولسي جرګه د افغانستان د ملي وحدت په زيان ده او ولسمشر بايد جدي مداخله وکړي  ، کتونکي وايي که چيرې وردګ په رښتيا سره دومره ميړانه وکړي د نوموړي نوم به په تاريخ کې د ښه سړي په توګه ثبت شي ولی بر عکس ځینی دنظر خاوندان بیا وایی چی ښاغلی وردګ ودی نتجی ته رسیدلی دی که چیری داځل ولسی جرګی ته داعتماد درایی د تر لاسه کولو په خاطر معرفی شی ممکن هیځ رایی تر لاسه نه کړي،ځګه نو دا راز ځرګندونی کوي

یو شمیر استازو چې د تیری چهارشنبې په ورځ یې په یوه مشورتي ناسته کې ګډون درلود وویل چې د ولسي جرګې په پرانیستنه کې لاسوهنه به ډير بد عواقب ولري

دې استازو چې په یوه مشورتي ناسته کې ګډون کړی و وویل چې افغانستان له  خطرناک بحران سره مخ دی او له ولسمشر څخه یې غوښتنه وکړه چې ډير ژر ولسي جرګه پرانیزي،دوی د یو قانونی جرګی نه شتون هم په هیواد کی دبحران لپاره زمینه جوړونکی وباله..

د ولسي جرګې غړي عبدالظاهر قدیر وویل:« هیڅ چاته اجازه نه ورکوی چې زمونږ حقوق بیځایه کړي څو ورځې وړاندې لوی څارنوال ځینې الفاظ وکارول، لوی څارنوال باید د قانون سره سم پر مخ لاړ شي ځکه همدا ولسي جرګه ده چې دی یې لوی څارنوال دی او همدا ولسي جرګه ده چې تابه کورته لیږي او له سترې محکمې څخه هم غوښتنه کوو چې لاسوهنه ونکړی ځکه چې دوی سرپرستان دي او وخت یې هم کم پاتې دی

همدارنګه د ولسي جرګې استاز محمد محقق وویل:« د ولسي جرګې هرډول ځنډول به قانوني خلا رامنځ ته کړيدې استازو د خپلې ناستې په پای کې د یو پریکړه لیک په صادرولو سره د ولسي جرګې له اداري چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې ډير ژر دې د ولسي جرګې د پرانیستنې لپاره اړینې تیارۍ ونیسي او ولسمشري ماڼۍ ته دې واستوي

دپارلماني انتخاباتو ددويم پړاو يوشمير کانديدانو چې دوروستيو نتيجو داعلام له مخې يې ملي شورا ته لاره نه ده موندلي دتیری چهار شنبی په ورځ د جمهوري رياست په ارګ کې دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهوررييس سره په کتنه کې دخپلو شکايتونو دڅيړنې غوښتنه وکړه. په دې کتنه کې داودسلطانزوي ، مولوي خبير او عبدالکبير رنجبر دنورو په استازيتوب خبرې وکړي اود افغانستان پارلماني انتخابات يې له تقلب ستونزو اوجدي نيمګړتياو سره يوځاى وبلل . دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس په دې کتنه کې وويل چې دجمهوررييس دنده دقانون څارنه اوساتل دي اودافغانستان داساسي قانون له مخې جمهوررييس دانتخاباتو په کار کې هيڅ راز لاسوهنه نه شي کولاى او دانتخاباتون باطلول دده دنده نه ده . جمهوررييس څرگنده کړه چې دهيواد عدلي اوقضايي مراجع دکانديدانو دشکايتونو په څيړنې مکلف دي

په یوه بل خبر کی ویل شوی دی چه ولسمشر له دويم ځلي ولسمشر کيدو وروسته تر دې دمه په دې نه دى توانيدلى چې خپله کابينه په بشپړه توګه وټاکي ، خو له دې ستونزې سره سره ولسمشر له خپلې اوسنۍ کابينې څخه په سلو کې اويا سلنه ناراضه او نا راحته دى . ولسمشر ته نيږدې باوري سرچينو ويلي چې د نوي عيسوي کال له پيل سره سم به ولسمشر خپله ټوله شا او خوا او خپله  کابينه نوې کړي او د تيرو دوه مياشتو را په ديخوا يې داسې ليدنې کتنې پيل کړې چې خپل ټول نا مکمل او بې اعتباره ټيم نوى کړي .راپورونه وايي چې ولسمشر کرزى د خپلې نيږدې شا او خوا تر څنګ غواړي ، د بهرنيو چارو ، ملي دفاع ،کليو بيارغونې او پراختيا، اطلاعاتو او کلتور ،ښځو چارو ، روغتيا ، مخابراتو ،اوبو او برښنا او لوړو زده کړو وزيران نوي کړي .

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه لا معلومه نه ده چې ولسمشر کرزى به نوې ولسي جرګه ومني او که نه.پای


December 10th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات